ناورينونو کې د نادرکه شویو د موندلو او له کورنيو سره د بېرته یوځای کولو تر عنوان لاندې ورکشاپ دایر شو!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۲۴
خبر

ناورينونو کې د نادرکه شویو د موندلو او له کورنيو سره د بېرته یوځای کولو تر عنوان لاندې ورکشاپ دایر شو!

نن دوشنبه د شوال میاشتې پر ۱۶ مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د پېښو ریاست په تخنیکي او د آی سي آر سي نړیوالې کمیټې په مالي مرسته د يو شمېر ولایتونو ۱۵ تنه رضاکارانو ته د کډوالۍ، سېلابونو او ناورينونو پر مهال د ورکو شویو وګړو د لټون او له کورنیو سره د هغوی د بیاځلې یو ځای کولو برخه کې د عامه پوهاوي ۲ ورځنى روزنیز ورکشاپ پيل شو. 
یاد ورکشاپ کې به رضاکارانو ته د نادرکه شویو وګړو د موندلو او لټون په هکله د لارو چارو، تجربو، د ثبت د اصولو، اړیکو د ټينګښت او له کورنیو سره د یوځای کولو برخه کې د مهارتونو په تړاو اړین او مهم معلومات ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۳:۳۶
Background image

پنجشير؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

يکشنبه، ٢٨ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د پنجشير ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٦٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۰
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره شوې ده

شنبه، ٢٧ رجب ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٦٢١١ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

کاپيسا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ٢٧ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٢٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS