پکتيا ولایت کې پر ۲۰۰ اړمنو او مستحقو کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!

پکتيا ولایت کې پر ۲۰۰ اړمنو او مستحقو کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!
نن چهارشنبه د رمضان د میاشتې پر ۵ مه، د افغاني سرې میاشتې د پکتيا ولايت د مرستون له لوري د برتانيې د سره صليب په مالي همکارۍ د د مرکز ګرديز ښار او د زرمت ولسوالۍ د ٢٠٠ اړمنو، مستحقو او معلول لرونکو کورنیو له جملې ۱۴۳ کورنيو ته د مالدارۍ، ۴٧ کورنيو ته د چرګانو ساتنې، ٩ کورنيو ته د خياطۍ او يوې کورنۍ ته د دوکاندارۍ کاروبار د برابرولو په موخه د اړتيا وړ توکي چمتو او د دوى په واک کې ورکړل شول.
يادو اړمنو کورنيو ته د پورته ذکر شوو کوچنيو کاروبارونو د برابرولو او د دوى د ځان بسياينې په موخه د څلور میلیونه (۴،۰۰۰،۰۰۰) افغانيو نغدي مرستې تر سپارلو وروسته د همدې پيسو په ارزښت د اړتيا وړ توکي پېرل شوي چې د هرې کورنۍ لپاره د شل زره افغانيو په ارزښت توکي وسپارل شوه.