ارزګان ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو څه کم ۴۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۲۱:۱
خبر

ارزګان ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو څه کم ۴۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن سه شنبه د رمضان د میاشتې پر ۴مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري په ارزګان ولایت کې له ۴۲۵ اړمنو او بېوزله کورنیو سره په ټولیزه توګه ۳۹.۹۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د قطر د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۹۴ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، شین چای، مالګه او خُرما په کې شامله وه؛ ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۷ - ۱۹:۴۱
Background image

پکتیکا او کندهار؛ ۱۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۴۰ اړمنو کورنیو ته په پکتیکا او ۶۴۰ نورو کورنیو ته په کندهار ولایت کې ۶.۴ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

یاده مرسته د قطر سرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۷ - ۱۹:۷
Background image

کابل، پروان او میدان وردګ کې پر ۲۲۰۰ اړمنو کورنیو د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري په کابل، پروان او میدان وردګ ولایتونو کې د لوی اختر په مناسبت پر ۲۲۰۰ اړمنو کورنیو ۱۱ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۶ - ۲۰:۲۹
Background image

کابل؛ د لوی اختر په مناسبت ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د لوی اختر په مناسبت، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته ۱۰ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

د یادې مرستې له. . .

BACK TO NEWS