۲۷۹۳ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات

۲۷۹۳ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات
افغاني سرې مياشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ۳۵ ښوونيز مرکزونو له لارې په ټوليز ډول ۲۷۹۳ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې لکه ښوونې او روزنې، شخصي او چاپېريالي روغتيا ساتنې، لومړنيو روغتيايي مرستو ترسره کولو او د پېښو له زيانونو د ځان ژغورنې اړوند زده کړې او عامه پوهاوی ورکړی دی.
ترڅنګ يې د افغاني سرې مياشتې د غړيتوب په برخه کې يې ۷۵ تنه نوي غړي هم راجذب کړي دي.