خوست!
د خوست ولايت يو ثابت روغتيايي کلينيک او يو ګرځند روغتيايي ټيم په تېره يوه مياشت کې ټولټال ۸۷۴۴ تنه وګړو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمات ترسره کړي. چې له جملې يې ۴۴۸۴ تنو ته تر کتنې وروسته وړيا درمل ورکړل شوي، د ۱۶۵ تنه وګړو پانسمان شوی، ۲۹۱ ښځو او ماشومانو ته واکسين تطبیق شوی، ۳۴۴۶ تنو ته روغتيايي مشورې او ۳۵۸ تنه ښځو ته له زېږون وړاندې او وروسته د روغتيايي ساتنې اړوند لازمې لارښوونې ورکړل شوې دي.