قطر!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۰:۵۸
قطر!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د هسپانیې د سفارت له سفیر ریکارډو لوسا سره د قطر پلازمېنه دوحه کې ناسته ترسره کړه. ناسته کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د هسپانیې د تېرو مرستو د مننې ترڅنګ افغانستان کې پر شته اقتصادي ستونزو طبیعي پیښو او د افغاني سرې میاشتې مرستونونو کې پر شته خدماتو خبرې وکړې. نوموړي وویل "د افغاني سرې میاشتې مرستونونو کې بې سرپرسته کورنۍ اوسي، چې د ژوند کولو ټول امکانات ورته برابر شوي او اولادونو ته یې د زده کړو ترڅنګ په خپله مېرمنو ته حرفوي زده کړې ور زده کېږي" نوموړي وویل "دا مهال ټول هېواد کې ۲۴ زره کونډو ته د نغدي مرستو بهیر روان دی، چې تر ۸۰ سلنه تطبیق یې د ښځو په لاسونو ترسره کېږي". نوموړي دې لیدنه کې د هرات د زلزلې پر زیانونو او اړتیاو خبرې وکړې او ویې ویل "د زلزلې له امله د زیانمنو کورونو شمېر شاوخو ۸۰۰۰ کورونه دی،چې اوسیدونکو ته یې د ژمي له راتګ وړاندې د کورونو جوړښت ستره اړتیا ده". ناسته کې د افغانستان لپاره د هسپانیې سفیر ریکارډو لوسا وویل "د هسپانیې سور صلیب له ډېره وخته د افغاني سرې میاشتې همکار دی؛ مونږ پوهېږو چې افغانستان کې د فقر او اقلیمي بدلون له امله ستونزې شته،مونږ نه غواړو دا ستونزې په سياست پورې وتړو؛ بلکې مونږ غواړو د افغانستان له ولس سره خپلې مرستې روانې وساتو". نوموړي وويل "د ملګرو ملتونو له لوري. د هرات له زلزله ځپلو سره په اعلان شوي مرسته کې ۱۲٪ سلنه د هسپانيې له لوري شوې". نوموړي وويل "مونږ د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه ستایو؛ زه به هڅه وکړم، چې د هسپانیې سور صلیب او دولت وهڅوم ترڅو د هسپانیې د ولس مرستې افغان ولس ته د افغاني سرې میاشتې له لارې ورسوي".

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۶:۵۶
Background image

پکتیا: د افغاني سرې میاشتې مرستیال له مرستون، د رواني ناروغانو له مرکز او ملکیتونو ليدنه وکړه

سې شنبه، ۲۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، په پکتیا کې د سویل ختیځ زون په کچه له مرستون، د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز او د دې ادارې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۶:۴۵
Background image

پروان او کاپیسا کې د ورښتونو زیانمنو ۶۲ کورنیو ته بیړنۍ مرستې ووېشل شوې

سې شنبه، ۲۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان او کاپیسا ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنو ۶۲ کورنیو ته بېړنۍ بشري مرستې ووېشل شوې.

له دې مرستو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۲۶
Background image

چین سره صلیب افغاني سرې میاشتې ته د سېلاب ځپلو لپاره سل زره ډالر مرسته وسپارله

سې شنبه، ۲۷ شوال ۱۴۴۷

د چین سره صلیب له لوري افغاني سرې میاشتې ته د سېلاب ځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره سل زره امریکایي ډالر نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته په افغانستان کې د چین د. . .

BACK TO NEWS