سرپل!
د افغاني سرې مياشتې په اړه وګړو ته عامه پوهاوی ورکول د افغاني سرې مياشتې عمده فعاليت ګڼل کېږي، په همدې موخه، نن د صفر د مياشتې په ۲۵ مه، افغاني سرې مياشتې د سرپل ولایت په مرکز کې د رحمت شاه د لېسې ۸۰ تنو زده کوونکو یو ورځنۍ دوه نشراتي ناستې ترسره کړې.په ناستو کې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې تاریخچه، بنسټیز اصول، نښان او د افغاني سرې مياشتې کړنې او خدمات مفصل تشرېح شول.