د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او د قطر الخیریه بنسټ د بېړنیو پېښو د مسؤل دوحه کې دوه اړخیزه ناسته وشوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۳

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د قطر الخیریه بنسټ د بېړنیو پېښو د مسؤل خالد عبدالله الیافعي ترمنځ دوحه کې افغانستان کې پر بشري مرستو، د بې سرپرسته کورنیو پر لاسنیوي، حِرفوي زده کړو او یو شمېر نورو موضوعاتو دوه اړخیزه ناسته وشوه. پیل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له قطر الخیریه بنسټ مننه وکړه، چې له دې وړاندې یې د افغاني سرې میاشتې له لارې افغانانو سره بشري مرستې کړي او سخت حالت کې د افغانانو ترڅنګ دریدلی. نوموړي وویل "د قطر الخیریه مرستې مونږ ته مهمې دي او مونږ هیله لرو د تېر په څېر د افغاني سرې میاشتې له لارې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي، ځکه افغاني سره میاشت له هر چا زیاته د ولس له ستونزو باخبره اداره ده او مرستې په شفاف ډول اړمنو سیمو ته تنظیموي". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "افغانستان تېرو ۴۰ کلنو جګړو سخت ځپلی او د کونډو او یتیمانو په ګډون معیوبین هم دي، چې حِرفوي زده کړو ته یې اړتیا ده؛ له خیریه بنسټونو مو هیله ده د افغانانو لاسنیوي ته را وړاندې شي او له پامه یې ونه غورځوي". نوموړي وویل "افغاني سرې میاشتې تېرو ۸ میاشتو کې د سوري زړه په ناروغۍ د ۷۵۷ اخته ماشومانو درملنه کړې، چې په هر ماشوم تر ۲ زره امریکایي ډالرو لګښت کېږي، خو دا چې د ناروغانو ثبت مخ په ډېریدو دی، نو ځکه د ټولو درملنه د سرې میاشتې له وس وتلې؛ مونږ هیله لرو دې برخه کې د قطر الخیریه په څېر خیریه بنسټونه مونږ ته د همکارۍ لاس راکړي". د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس همدا ډول وویل "افغاني سره میاشت دا مهال کابل، کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې د ښځینه او نارینه رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکزونه لري، چې کلنی لګښت یې ۶ میلیون ډالر دی؛ هیله من یو نړیوالې خیریه ټولنې ددې بهیر پرمخ وړلو کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي". د قطر الخیریه بنسټ د بېړنیو پېښو مسؤل خالد عبدالله الیافعي د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یادو برخو کې سرې میاشتې ته د لاس ورکولو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل "مونږ افغانانو سره مرستې ته لیوال یو؛ غواړو د بېوزلو د پالنې، حِرفوي زده کړو او نورو برخو کې د سرې میاشتې لاسنیوی وکړو او خپله همکاري روانه وساتو".

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS