کندوز!
کندوز ولایت کې ۵۰۳۰ تنه وګړو ته روغتیایې خدمات!
د افغاني سرې میاشتې ګرځنده روغتیایې ټیم د رجب میاشتې په ترڅ کې، د کندوز ولایت امام صیب ولسوالۍ کې، ټولټال ۵۰۳۰ تنه بېوﺯله وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي. چې له دې جملې يي ۱۳۶۲ تنه ناروغان معاینه او تداوي، ۵۷۳ ماشومان او ۲۷۰ تنه ښځینه واکسین او ۳۳ تنه پانسمان کړي. په ورته مهال یې ۲۴۵ تنه ښځینه ناروغانو ته د ولادت په برخه کې او ۱۱۴ ماشومانو ته د خوار ځواکۍ په برخه کې روغتیایې خدمات وړاندي کړي. همدارنګه يي ۲۴۳۳ تنو ته اړينې روغتيايي مشورې او لارښوونې وړاندې کړي.
