کندوز

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۲۰:۱۷
کندوز

کندوز ولایت کې د افغاني سرې میاشتې په مرسته او ملاتړ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوتسال لوبې د ټورنمنټ پرانسته وشوه، چې د لومړۍ سیالۍ بریا هم د افغاني سرې میاشتې لوبډلې ترلاسه کړه. د پرانستې په مراسمو کې کندوز ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د ولایتي رییس احمد رضا ناصري په ګډون د کندوز ولایت د لوبو د فدراسیون رییس نصیر احمد صمدي، د اطلاعاتو او کولتور ولایتي رییس مطیع الله روحاني او یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی و. په دغه ټورنمنټ کې د افغاني سرې میاشتې، د خراسان ځوانان، عقاب ځوانان، شایان، سلام پوهنتون، پیروزي، یاران، شاهین، آسمایي ځوانان استقلال، خراسان، امید کندز، ستاره ها، کهندژ، نبی زاده، میوند، واحدي او سروش لوبډلې ګډون لري. له پرانیستې وروسته د افغاني سرې میاشتې او د خراسان د ځوانانو لوبډلو تر منځ سیالي ترسره شوه، چې د ۱۴ پر ۴ پایله کې بریا د افغاني سرې میاشتې د لوبډلې شوه.

 

کندوز

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۶:۴۵
Background image

ننګرهار کې ۶۷۰ راستنې شوې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ ته له پاکستان څخه ۶۷۰ راستنې شوې کډوالې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۱۳
Background image

خوست؛ ۵۴ رضاکارانو ته د روغتیايي کېټونو وېش ترسره شو

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز، ځاځي میدان او ګربزو ولسوالیو کې ۵۴ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د روغتیا ساتنې کېټونه ورکړل شول، چې له مخې يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

کندهار کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

د یادې مرستې له مخې هرې کورنۍ ته. . .

BACK TO NEWS