پکتیکا
د افغاني سرې میاشتې له لورې نن سه شنبه د جمادی الاولی په ۱۲مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته چې د پاکستان الخدمت فاونډیشن لخوا چمتو شوی وه، ترسره شوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۱ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته یوه خیمه، ۴ سپنجي توشکې، ۴ کمپلی، ۱ پلاستیکی فرش، ۹ کیلو بوره، ۱ د اوبو کولر، ۱ فوټبال، ۱ د ماشومانو ټال، ۵ جوړی ښځینه جامې، ۱ د پخلنځی سیټ او ۱۰ جوړی مختلف سایز البسه وویشل شو. د یادونې وړ ده چې په تيرو نيژدې ورځو کې د افغاني سرې میاشتې له لورې د یاد ولایت په برمل او ګیان ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غير خوراکې توکو مرسته ترسره شوی وه.