لوګر
یکشنبه د لوګر ولايت د سرې میاشتې د رضاکارانو د کمیټې له لورې په محمداغې ولسوالۍ، دمغل خیلو په عالي لیسه کې، 150 زده کوونکو ته د اقلیمي بدلون په اړه یو ورځنی د عامه پوهاوي ورکشاپ ترسره شو. ويناوالو د اقلیمى بدلون او دهغې د ناوړه اغیزو په اړه ﺯده کوونکو ته پوره معلومات وړاندې کړل. وروسته د نشراتو مدیر دافغاني سرې میاشتې او نورو ملي ټولنو د موخو، کړنو او کاري اصولو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیزې خبرې وکړې.