نورستان
د روان ۱۴۴۴ کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۰مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې ۱۵۰ بیوزله او اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه. یاده مرسته د ډنمارک هېواد له لورې چمتو شوې وه چې هرې کورنۍ ته په کې ۱۰۰۰۰ افغانۍ وويشل شوې.