افغاني سرې میاشتې کابل مرستون او افغاني سرې میاشتې پورې اړوند کابل نمایندګۍ کې ۳۸۰ کورنیو سره بشري مرسته ترسره کړه!
د بشري مرستو په لړ کې افغاني سرې میاشتې د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د ربیع الاول پر ۲۶مه کابل نمایندګۍ کې ۲۱۹ او کابل مرستون کې ۱۶۱ اړمنو او مستحقو کورنیو ته د خوراکي توکو ۳ قلمه مرسته ووېشله. په وېشل شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې او ۱۰ لیتره غوړي شامل وو.