د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس افغانستان کې د یوناما سرپرست او سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل سره ولیدل!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص افغانستان کې د یوناما سرپرست او سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل سره، چې له دې وړاندې په افغانستان کې د المان د سفیر او د المان د ځانګړي استازي په توګه هم دنده ترسره کړې؛ ولیدل. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "افغاني سره میاشت غیر سیاسي ټولنه ده او هیڅکله به پر سیاست ورګډه نشي".
نوموړي وویل "که ملګري ملتونه د افغانستان لپاره جوړ شوي صندوق کې افغاني سرې میاشتې ته برخه ورکړي، نو افغاني سره میاشت ددې توان لري،مرستې په پوره شفافیت د هېواد هرې برخې ته ورسوي".
نوموړي وویل"افغاني سره میاشت د حکومت بودیجوي واحد ندی، موږ ډېری کارونه له کاري شریکانو سره د ګډې همکارۍ له لارې مخ ته وړو". نوموړي وویل "افغاني سرې میاشتې څه کم یو کال کې په ټول هېواد کې له دوه سوه زره څخه ډېرو کورنیو سره مرسته کړېاو تازه په پلان کې لرو، ټول هېواد کې شاوخوا ۷۰۰۰۰ نورو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړو".
ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "د پېښو په برخه کې د خدماتو له وړاندې کولو وروسته د روغتیا برخه د افغاني سرې میاشتې د فعالیت مرکزي برخه ده، چې دا مهال په ټول هېواد کېشاوخوا ۱۵۰روغتیایي مرکزونه لرو،چې د دغو مرکزونو له لارې تېر یو کال کې له ۵ میلیونه ډېرو هېوادوالو ته خدمات ترسره شوي".
ناسته کې ښاغلي مارکوس پوتزل وویل "افغاني سره میاشت افغانستان کې ستره بشري اداره ده، خوښ یم افغانستان کې خدمت کوم او خوښ یم له افغاني سرې میاشتې سره همکاري ولرم".نوموړي وویل "دی به هڅه وکړي، چې د ملګرو ملتونو له لارې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وشي او د المان هېواد له لوري د زړونو د درملنې په برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ ته لاره هواره کړي". نوموړي وویل "هڅه به وکړم، چې له افغاني سرې میاشتې سره د نړیوالو تعامل پیاوړی شي".
