کابل:
افغاني سره میاشت په پام کې لري په پلازمېنه کابل کې ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشي. په همدې موخه د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو او رضاکارانو د کابل ښار په یو شمېر ناحیو کې د څلورو ټیمونو په توسط سروې پیل کړې. افغاني سره میاشت ژمنه ده، چې د اړمنو لاسنیوی به کوي.
