‏ ننګرهار ولایت:

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱ - ۱۳:۳۶
‏ ننګرهار ولایت:

د محرم الحرام پر ۲۲مه ننګرهار ولایت کې د چپرهار او روداتو ولسوالیو او د جلال اباد مرکز اړوند شیخ مصري، بیزِ اکمالاتي، نجم الجهاد مېنې ۳۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د ترکیې د سرې میاشتې له لوری چمتو شوې مرسته وویشل شوه. وروستیو سیلابونو په دې ولایت کې سلګونه کورنۍ زیانمنې کړي؛ ‏له همدې امله د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي م.ط.ی.ع ال_حق خا_لص ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. یادو کورنیو ته د مرستې ویش د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې مشر فرید ضیاء په لاس ترسره شو.‏نوموړي د مرستې له ویش وړاندې له خبریالانو سره په خبرو کې پر نړیوالو غږ وکړ، چې بشري مرستې دې په سیاست پورې نه تړي. نوموړي وویل "افغانستان دا مهال له سختو طبیعي پېښو سره مخ دی او اړتیا ده، چې نړیوال یې بې له کوم قیده لاسنیوی وکړي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل‏"پر افغانستان اقتصادي بندیزونو بشري ناورین پراخ کړی؛ لازمه ده نړیوال پر افغانستان لګیدلي بندیزونه زر تر زره لرې کړي؛ ترڅو بشري مرستې افغانستان ته په اسانه او له ځنډ پرته راشي".

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص سیلاب ځپلو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې‏افغاني سره میاشت تل هڅې کوي د پېښځپلو لاسنیوی له هر چا وړاندې وکړي. نوموړي وویل "افغاني سرې میاشتې ثابته کړې، چې پېښځپلو ته له هر چا مخکې ځان ورسوي او د اړمنو لاسنیوی وکړي، خو د نړیوالو بندیزونو زمونږ چټک ګامونه او پراخ فعالیت ټکنی کړی".

 

‏ ننګرهار ولایت:

 

‏ ننګرهار ولایت:

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۲
Background image

کندز کې پر ۵۰ بې سرپرسته مېرمنو نغدي مرسته ووېشل شوې

شنبه، ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند د بېلابېلو ناحيو پر ۵۰ اړمنو او بې سرپرسته مېرمنو اته سوه پنځه ویشت زره (۸۲۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۶:۴۷
Background image

تېره يوه اونۍ؛ افغاني سرې میاشتې څه باندې پنځه زره زده‌کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره کړې ده

شنبه، ١٠ جمادى الأولى ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٥١٢١ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

کونړ کې پر بزګرانو ۲۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله پر ۱۰۰۰ زیانمنو شوو بزګرانو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو. . .

BACK TO NEWS