د افغاني سرې میاشتې د ساتونکو ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایرشو.

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۱۵:۵۲
ورکشاپ دو روزه ارتقای ظرفیت برای محافظین امنیتی تدویریافت

نن شنبه د ذوالحجې پر ۲۴مه چې د زمري د میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لرې د ساتنې او خوندیتوب ریاست کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د یاد ریاست د رییس ښاغلی ظهیرالله همدرد او امنیتي پرسونل په ګډون سره دایرشو. دغه ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر اړوند د محافظت او مصؤنیت ۵۰ تنه پرسونل ته په لاره اچول شوی، چې په لاندې موضوعاتو به په کې بحث وشي.

د مراجیعنو د منلو طریقې، د لومړنیو رغتیایي مرستو ښوونه، د مخابرې د سیستم مخته وړل، د اړیکو تامینول او اور وژنه کابو کول.

د ورکشاپ په پرانیسته کې د محافظت او مصؤنیت رییس ښاغلی ظهیرالله همدرد کارکوونکو ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا ورکشاپ افغاني سرې میاشتې ته ډېر مهم دی، د ښوونکو له معلوماتو پوره کټه پورته کړئ، له کارکوونکو او مراجعینو سره غوره او مناسب چلند وکړئ ترڅو د ادارې د سرلوړۍ لامل شي.

 

ورکشاپ دو روزه ارتقای ظرفیت برای محافظین امنیتی تدویریافت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۸:۴۸
Background image

لغمان کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۸۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو د روغتیا ساتنې بستې ووېشل شوې.
په مرسته کې ۱۴۸ کورنیو ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۴۳
Background image

هلمند کې د ورښتونو له امله له زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په بولان سیمه کې د ورښتونو له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه ۳ قلمه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۸
Background image

کابل؛ له ۱۰۵ اړمنو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د مقام د سلاکارانو او بېلابېلو ریاستونو د مسؤولینو په شتون کې له ۱۰۵ مستحقو او اړمنو کورنیو سره د ژمنیو ستونزو د حل. . .

BACK TO NEWS