نورستان:
د ذوالحجې پر ۱۸مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت برګمټال ولسوالۍ کې ۴۰۰وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو ته د ۴۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
یاد توکي د نړیوال فدراسیون لخوا مرسته شوي وو، چې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو په لاسونو وویشل شول. ویشل شویو توکو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه او یو پاکټ بیسکوټ شامل وو.