د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس له لوري د ATM ماشین پرانیسته!
نن دوشنبه د ذوالقعدې پر ۱۴مه د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص له لوري د لګول شوي ماشین (ATM) پرانیسته د عزیزي بانک د استازو، په عملیاتي چارو کې د سکرترجنرال د مرستیال محترم احمد خالد او د مرکزي دفتر د رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د فیتې په پرې کولو سره وشوه.
ددې ماشین له فعالولو موخه د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ته د معاشاتو په ورکړه کې د آسانتیاوو چمتو کول دي.
