‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د فرانسويانو شفاخانې له سر طبيب او مل پلاوي سره وليدل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۱۱
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د فرانسويانو شفاخانې له سر طبيب او مل پلاوي سره وليدل

نن سه شنبه د جمادي الأولى د میاشتې پر ٣ مه ، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د فرانسويانو شفاخانې له سر طبيب ښاغلي ډاکټر طارق رحيمي او د مل پلاوي سره د زړه پر رنځ د اخته ناروغانو په درملنه کې د لا ډېرو معياري خدمتونو د وړاندې کولو، د عملياتو پروسه کې  د چټکتيا په رامنځته کېدو، د درملنې د لګښتونو په برخه کې د تخفيف او يو لړ مهمو موضوعاتو په اړه ناسته وکړه.

د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئیس د يادې شفاخانې له لوري د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو مننه وکړه او د طبابت په سپېڅلي مسلک کې ېې د اخلاص او صداقت پر ارزښت د خبرو ترڅنګ ټينګار وکړ چې د فرانسويانو شفاخانه دې د افغاني سرې مياشتې له لوري د ور پېژندل کېدونکو د زړه سوري په رنځ د اخته ناروغانو درملنه کې لا ډېر معياري او غوره خدمات وړاندې، مغلق او سختو عملياتو کې دقت ته لومړيتوب  او د لګښتونو په برخه کې دې تخفيف په پام کې ونيسي ځکه ددې ناروغانو د ژوند په ژغورلو کې زمونږ ګډې هڅې په صدقه جاريه کې حسابيږي.
ورپسې ښاغلي رحيمي د فرانسويانو شفاخانې د روغتيايي فعاليتونو او خدمتونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او ياده يې کړه چې د زړه سوري په رنځ د اخته ناروغانو لپاره د ساده او مغلقو عملياتو د ترسراوي په برخه کې د مسلکي او متخصصو ډاکټرانو په لرلو سره معياري او غوره روغتيايي خدمتونه وړاندې کول زمونږ په لومړيتوب کېقرار لري.
دا راز د يادې شفاخانې استازو د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئیس ته د زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او د شوي تفاهم ليک په اړه خپل وړانديزونه او ستونزې واورولې چې د ښاغلي دلاور له لوري ورته د حل ډاډ ورکړ شو. 
https://t.me/ARCSAfghanistan

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۸:۳۴
Background image

هرات؛ د پېښو مدیریت د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

شنبه، ۱۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په نماینده ګۍ کې د پېښو پر وړاندې د ځواب وینې ۲۵ تنو غړو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه د ظرفیت لوړونې شپږ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۸:۸
Background image

هرات کې سېلاب‌ ځپلې کورنۍ د لنډمهالې سرپناه غیر خوراکي مرسته تر لاسه کړه

شنبه، ۱۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په سر آسیاب سیمه کې له یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سره ۳ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۷:۳۶
Background image

د کونړ ګرځنده روغتیايي ټيم لپاره د موټرو کرایه کولو د داوطلبۍ ناسته وشوه

شنبه، ۱۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د کابل مرکزي دفتر کې د دې ادارې اړوند د کونړ ولایت ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ۳ عراده موټرو کرایه کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه. 
د. . .

BACK TO NEWS