د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ!
نن د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لېندۍ پر ۱۵مه نېټه چې د ۱۴۴۳ میلادي کال د جمادی الاول له لومړۍ نېټې سره سمون لري د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رييس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان هېواد ته سفر وکړ.
په پام کې ده چې نومړی به د یاد سفر په ترڅ کې د پاکستان د سرې میاشتې ټولنې له مشرانو، د الخدمت خیریه فونډېشن له مسولینو او ورته نورو خیریه ټولنو له استازو سره د افغانستان سرې میاشتې ټولنې لپاره د مرستو او کومکونو د جلبولو په موخه وګوري. د یاد سفر بنسټیزه موخه له یادو مرستوندویه ټولنو سره هر اړخیزې خبرې، په افغانستان کې د خیریه فعالیتونو لپاره د دوی توجه راجلبول او افغانانو ته د خیریه چارو زیاتول او وده ورکول دي؛ ترڅو له همدې لارې د بېوزله هېوادوالو لاسنیوی وشي.
