کونړ
روغتيا ته لومړيتوب!
د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایې ټیم له تیرو ۲۰ ورځو راهيسې د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ اړوند مختلفو کلیو او بانډو کې، ۱۲۲۵ تنه معاینه، ۴۸ تنه پانسمان او همدارنګه یې ۱۴۷۴ تنو ته روغتیایې زده کړې ورکړي. افغاني سره مياشت دمرکزي او جامع روغتون ترڅنګ په ۳۴ ولايتونو کې ۴۶ ثابت او په سلهاو ګرځنده کلينيکونه لري، چې د بېوﺯلو وګړو په خدمت کې شپه او ورځ په روغتيايي خدماتو بوخت دي، او په ورځني ډول په ﺯرګونو هيوادوالو ته په وړيا ډول روغتيايي خدمات وړاندې کوي.