کونړ!
د سیلاب ځپلو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې کاري وجیبه ده. په همدې موخه، افغاني سرې مياشتې نن د جمعې په ورځ، د ربيع الأول پر ۱۴مه، د کونړ ولایت مرکز اړوند نو اباد، ډنډونو او باراخیلو سیمو د ۱۶ کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته وکړه، چې بیګا شپه د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله زيانمنې شوې وې. په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۶ کمپلې، ۱ ترپال، د پخلنځی ۱۳ قلمه توکي، د اوبو يوه بوشکه شامل وو، سربېره په ياده مرسته ۱۰ هغو کورنيو ته يوه يوه خيمه هم ورکړل شوه چې کورونه يې په بشپړ ډول وران شوي وو.


