کنړ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري (۱۴۰) کورنیو ته خوراکی اوغیرخوراکي توکي چې ډیری یي د ترکیي هیواد له لورې مرسته شوي و، وویشل شول!
د 1444 سپوږمیز کال د محرم الحرام په 3مه نیټه د کونړ ولایت افغاني سرې میاشتې ریاست له لوري د چپی درې، ماڼوګي او وټه پور ولسوالیو د بارانونو او واورو له امله (۱۴۰) زیانمن شویو کورنیو ته چه سروې یی واردمخه ترسره شوی وه، د یاد ولایت دسرې میاشتې د مسئولینو په شتون کې مرسته وویشل شوه، په مرسته کی لاندې خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل شول:
1. یو دانه خیمه
2. یو دانه ترپال
3. ۶ دانې کمپلی
4. یو داشپزخانی سیټ
5. دوه دانی داوبو بوشکی
6. یوپتنوس
خوراکی توکی: - پنځوس کیلو وړه، پینځه لیټره غوړی، دوه نیم کیلو مکرونی، یو کیلو تور چاي، یوکیلو دال نخود، دوه پاکټه مالګه او یو کارتن خوراکي مواد چې دغه توکي : (یو پاکټ بسکت، یو پاکټ زیتون، یو بوتل روب، لس بوتله پخه لوبیا، څلور پاکټه مکرونی، یو پاکټ مالګه، یو پاکټ خرما، یو ډبی دشربت او یو پاکټ چکلیټ ) پکې شامل و، وویشل شول.
