کندهار!
د کندهار ولایت د تخته پُل ولسوالۍ حاجي عبدالحکیم، حاجي نظر، حاجي تورجان او ذوالفقار کلیو کې یو شمېر رضاکارانو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د لومړنیو روغتیایي مرستو برخه کې د موسمي ناروغیو، د رضاکار د مسؤلیتونو او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي په اړه ۵ ورځنۍ عملي روزنه ورکول شوه.