کندهار کې ۶۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۱۱/۱۵ - ۲۲:۵
کندهار کې ۶۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

نن د جمعې په ورځ د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د افغاني سرې میاشتې د سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي په شتون کې ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه.

کندهار ولایت ته د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري ۲۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته چمتو شوې، چې د چمتو شوي پلان له مخې به له یادې مرستې ۱۶۰۰ کورنیو ته په ژیړۍ ولسوالۍ کې او پاتې ۴۰۰ نورو کورنیو ته د کندهار په مرکز کې وویشل شي.

په نننۍ ویشل شوې مرسته کې۸۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۶ کیلو بوره، ۶ کیلو دال، ۱۰ لیتره غوړي، یو د سړیو پټو، یو ښځینه ټیکری، ۱۰ جوړې جرابې، د ماشومانو ۴ خولۍ، یو جاکټ او یوه بړستن شامل دي.

کندهار کې ۶۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

 

کندهار کې ۶۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۶:۴۵
Background image

ننګرهار کې ۶۷۰ راستنې شوې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ ته له پاکستان څخه ۶۷۰ راستنې شوې کډوالې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۱۳
Background image

خوست؛ ۵۴ رضاکارانو ته د روغتیايي کېټونو وېش ترسره شو

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز، ځاځي میدان او ګربزو ولسوالیو کې ۵۴ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د روغتیا ساتنې کېټونه ورکړل شول، چې له مخې يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

کندهار کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ۱۶.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

د یادې مرستې له مخې هرې کورنۍ ته. . .

BACK TO NEWS