کاپیسا ولایت کې ۱۱۰۵ تنه ناروغانو ته د افغاني سرې میاشتې روغتیایې خدمات!

د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایي ټیم د یوې اونۍ په ترڅ کې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې ۱۱۰۵ تنه بېوﺯله هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیایي خدمات وړاندي کړي. چې له جملې څخه یې ۶۶۷ تنه ناروغانو ته او پي ډي، ۱۹۲ وګړو ته د مور او ماشوم د روغتيا ساتنې او ۲۴۶ تنه وګړو ته د واکسین په برخو کې خدمات وړاندې کړي دي.
