کابل!
نن د افغاني سرې مياشتې د ځانګړې اونۍ په لومړۍ ورځ پلازمینه کابل کې د نظام خپلواک په نوم یو صراف د ۱۵۶۰۰۰ افغانیو د مرستې ټيکټ وپېره او د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې ګډونوال شو. افغاني سره مياشت هر کال د تلې په ۲۴مه د خپلو کارکوونکو او رضاکارانو پر مټ .په ټول هېواد کې د ټیکټونو په پلورلو مرستې راټولوي او بیا همدا مرستې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو په درملنه مصرفوي او هم پرې نور بشري خدمات ترسره.
