کابل !
د افغاني سرې میاشتې له لوري پلازمېنه کابل کې آریانا روغتون ته د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۸ نور ماشومان د عملیات او درملنې لپاره ور وپېژندل شول. په تېرو شاوخوا ۸ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پلازمېنه کابل کې بېلابېلو روغتونونو ته ۷۶۱ ماشومان ورپېژندل شوي.