کابل ولایت کې ۱۶۴۵ تنه وګړو ته روغتیایې خدمات!
د افغاني سرې میاشتې ګرځنده روغتیایې ټیم غړو کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د يوې اونۍ په ترڅ کې ۱۶۴۵ بېوﺯلو وګړو ته په بیلابیلو برخو کې روغتیایې خدمات وړاندې کړي. چې له دې جملې څخه یې ۷۰۸ ناروغانو ته او پي ډي، ۳۹ ښځینه ناروغانو ته ولادي، ۲۰ تنه وګړو ته یې د لومړنیو مرستو، ۴۲ تنه وګړو ته یی د پانسمان او ۸۳۶ تنه وګړو ته د روغتیایې زده کړو په برخو کې خدمات وړاندې کړي.