پکتیکا

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۲۱:۵۱
پکتیکا

افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتیکا ولایت د زلزله ځپلو لاسنیوې لا هم روان ساتلی، په همدې موخه چهارشنبه د جمادی الاولی په ۱۳مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې ۱۲۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. یاده مرسته چې د ترکیې هیواد شنې میاشتې لخوا چمتو شوی وه په کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، ۷ کیلو وریژي، ۵ لیتره غوړي، ۷ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه او ۲ کیلو شین چای شامل وو. د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د افغاني سرې میاشتې له لورې د یاد ولایت په برمل او ګیان ولسوالۍ کې ۱۱۰۰  زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوی وه.

 

پکتیکا

 

پکتیکا

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۷:۱۶
Background image

ننګرهار کې ۲۵۰ بې‌ سرپرسته اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۱۹ ټنه خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

سې‌شنبه، ۱۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ ۲۵۰ بې‌ سرپرسته او اړمنو کورنیو ته ۱۹.۲۵۰ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته، چې د ترکیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۷:۱۱
Background image

فاریاب؛ ۶۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د فاریاب ولایت په ګرزیوان او لولاش ولسوالیو کې ۶۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

کابل؛ د روغتیايي خدمتونو د ارزونې او پلان جوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

سې شنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري په مرکزي دفتر کې د روغتیايي خدمتونو د بیاکتنې او پلان جوړونې دوه ورځنی ورکشاپ، ۲۵ کارکوونکو ته پیل شو.

په دې ورکشاپ کې د مرکزي. . .

BACK TO NEWS