پکتیکا

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۲۲:۵۱
پکتیکا

د افغاني سرې میاشتې له لورې نن سه شنبه د جمادی الاولی په ۱۲مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته چې د پاکستان الخدمت فاونډیشن لخوا چمتو شوی وه، ترسره شوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۱ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته یوه خیمه، ۴ سپنجي توشکې، ۴ کمپلی، ۱ پلاستیکی فرش، ۹ کیلو بوره، ۱ د اوبو کولر، ۱ فوټبال، ۱ د ماشومانو ټال، ۵ جوړی ښځینه جامې، ۱ د پخلنځی سیټ او ۱۰ جوړی مختلف سایز البسه وویشل شو. د یادونې وړ ده چې په تيرو نيژدې ورځو کې د افغاني سرې میاشتې له لورې د یاد ولایت په برمل او ګیان ولسوالۍ کې ۱۰۰۰  زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غير خوراکې توکو مرسته ترسره شوی وه.

 

پکتیکا

 

پکتیکا

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۸:۳۰
Background image

کندز کې پر ۵۰ بې سرپرسته کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۲۹ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د ‎افغاني سرې میاشتې له لوري د شمال ختیځ زون په مرستون کې پر ۵۰ بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د ځان بسياینې او دوی ته د کوچنیو کاروبارونو ( مالدارۍ، خياطۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

سمنګان کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۲۹ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړني او بشري ملاتړ په موخه دوه میلیونه او شپږ سوه پنځه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۵:۰
Background image

بلخ؛ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د انګړ دېوال د رغولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

شنبه، ۲۹ جمادي الآخر ۱۴۴۷ 
د بلخ ولایت په نوي ښار کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د ۱۰ زره متر مربع ځمکې د انګړ دېوال د رغولو په موخه مرکزي دفتر کې. . .

BACK TO NEWS