پکتیکا
د پکتیکا ولایت په وازه خوا ولسوالۍ کې د کتلوي معافیت پروګرام اړوند د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایي ټیم په فعالیت بوخت دی. یاد ګرځند ټیم اونۍ مخکې وازه خوا ولسوالۍ کې خپل فعالیت پیل کړ او د سیمې خلکو ته منظم روغتیایي خدمات وړاندې کوي.
