پکتيکا ولايت کې څه باندې٦٤٣٠٠ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۴:۱۳
خبرونه

پکتيکا ولايت کې څه باندې٦٤٣٠٠ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د پکتيکا ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٠٢٧٧ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٣٦٦ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ١٣٨٥٦ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢٣٠١٣ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ١٤٨٣ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٤٦٨٦ ماشومانو کتنه شوې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي ورکړل شوي، د دې ترڅنګ  ٦٨٨ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۲۰:۲۹
Background image

هرات کې ۶۰ راستنو شویو کورنیو ته د ځان‌ بسیاینې په موخه د ۲.۱ میلیون افغانیو مرستې ووېشل شوې

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د مرکز ترڅنګ په ګذره او انجیل ولسوالیو کې ۶۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ۲.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ځان‌ بسیاینې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۸:۵۱
Background image

کابل؛ د سختو ورښتونو له امله ۳۴ زيانمنې کورنۍ له بېړنیو مرستو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په پنځو ولسوالیو (کلکان، فرزه، میر بچه کوټ، شکر دره، بګرامي) کې هغه ۳۴ کورنۍ، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۸:۲۸
Background image

نیمروز کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۰ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ کې ۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي بشري مرسته ووېشل شوه.

د هرې کورنۍ په مرسته کې ۷ کمپلې، ۱ ترپال. . .

BACK TO NEWS