پکتيا ولايت کې ٦٩٨٧ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!

پکتيا ولايت کې ٦٩٨٧ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د پکتيا ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٢٤٦٩ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ١٩٥ تنو ټپیانو پانسمان، ٧٨٩ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٢٨٦٢ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ١٧١ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ٤١٢ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ٨٩ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.