په کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري شاوخوا ۲۰۰۰ کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۲ - ۱۹:۴۱
در ولایت کابل از سوی هلال احمر افغاني به ۲۰۰۰ خانواده مساعدت اغاز شد!در ولایت کابل از سوی هلال احمر افغاني به ۲۰۰۰ خانواده مساعدت اغاز شد!

نن د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لېندۍ پر ۲۲مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت د مختلفو ناحیو شاوخوا ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست مرستیال الحاج ملا نور الدین ترابي او د جرمني هېواد د سولې د کلي د موسسې استازو په شتون کې پیل شوه، چې له یاد شمېر کورنیو څخه نن د کابل ولایت ۷۵۰ اړمنو کورنیو ته مواد وویشل شول.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي وویل، چې «افغاني سرې میاشتې ټولنې د المان هېواد د سولې کلي د موسسې په مرسته ۷۵۰ کورنیو ته ، چې بې ځایه شوي، کونډې او اړمن وګړي په کې شامل دي؛ د خوراکي موادو مرسته کوي، چې په دې اړه د المان هېواد د سولې د کلي له موسسې څخه مننه کوو او په راتلونکي کې له پېښځپلو سره د دا ډول نورو مرستو د دوام هیله من یو»

په یادو مرستو کې ۹ قلمه خوراکي توکي شامل دي، چې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۱ کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا ، ۲ کیلو مالګه، ۷ کیلو نخود او ۷ کیلو دال نخود  شامل دي، چې د المان د سولې کلي موسسې په مرسته چمتو شوي.

د یادونې وړ ده، چې ټولټال ۲۰۰۰ راشنه مواد د المان د سولې کلي د موسسې له لوري له افغاني سرې میاشتې سره د ۲۴۰۳۸۴ امریکایي ډالرو په ارزښت مرسته ترسره شوې، چې یاد مواد به د کابل نمایندګۍ له لوري ۷۵۰ اړمنو کورنیو ته او پاتې نور مواد به یې د مرستون بېوزله مشمولينو او د سرې میاشتې کارکوونکو ته وویشل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۸:۳
Background image

پکتیکا؛ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشلې.

دا مرسته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او انساني همدردۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۷:۴۷
Background image

هلمند کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ په فشاري برمې سیمه کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړني ملاتړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

فراه؛ د نږدې ۱۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

فراه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ د ریاست نوې اداري ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس. . .

BACK TO NEWS