په لویدیځ زون کې د محافظت او مصؤنیت په اړه یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۲:۴۲
په لویدیځ زون کې د محافظت او مصؤنیت په اړه یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو!

د کارمندانو د ظرفیت لوړاوې د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو ګڼل کیږي، په همدې موخه د ربیع الثاني په ۱۴، د افغاني سرې میاشتې له لورې لویدیځ زون اړوندو څانګو (هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او غور) ولایتونو - او همدارنګه هرات مرستون ساتونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د محافظت او مصؤنیت یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړ شو. د یاد ورکشاپ په پیل کې انجینر مصطفی" نبي خیل" د افغاني سرې میاشتې د لوېديځ زون رییس او د لویدیځ زون د سره صليب د نړيوالې کمېټې ساحوي مسئول ذبيح الله "يوسفي" د محافظتي سکټور - ‏د دندې پر اهميت هر اړخيﺯه خبرې وکړې. ورپسې د مصئونيت او ساتنې مسئولينو هم ساتونکو ته د محافظت اړوندې دندې تشريح او د مراجعیونو سره د نیک چلند سپارښتنې وکړې. د ورکشاپ په پاې کې د اړوند مسؤلیونو له لورې د ساتونکو ستونزې واوریدل شوې او د حل ډاډ ورکړ شو.

 

په لویدیځ زون کې د محافظت او مصؤنیت په اړه یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو!

 

په لویدیځ زون کې د محافظت او مصؤنیت په اړه یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۱۱
Background image

کابل کې پر ۶۳ بېوزله کورنیو بشري مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار اړوند د اوومې ناحیې پر ۶۳ اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۰ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

هلمند کې ۳۰۰ اړمنې او راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ٢٠ جمادى الآخره  ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې له ۳۰۰ اړمنو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۲۶.۳ ټنه د خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

تخار کې له ۳۲ راستنو شوو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په بای دینګک کلي کې له ۳۲ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه د ۳۲ خېمو. . .

BACK TO NEWS