پنجشېر ولایت کې ۱۹۶ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې افغاني سرې میاشتې د تېرو ۳ میاشتو په اوږدو کې پنجشیر ولایت کې د خپل ښوونیز مرکز له لارې ۱۹۶ هغو زده کوونکو ته، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ د اسلامي ښوونې، سیرت الن
پنجشېر ولایت کې ۱۹۶ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې
افغاني سرې میاشتې د تېرو ۳ میاشتو په اوږدو کې پنجشیر ولایت کې د خپل ښوونیز مرکز له لارې ۱۹۶ هغو زده کوونکو ته، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ د اسلامي ښوونې، سیرت النبي، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپيوټر برخو کې د زده کړو زمينه برابره کړې.
