پنجشېر؛ تېره میاشت کې څه له پاسه شپږ زره تنه له روغتیایي خدماتو برخمن شوي

سې شنبه، ١٨ صَفَر ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پنجشېر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٧٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٢٩٢٢ تنه ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.