پنجشیر کې په اونیزه توګه ۱۲۹۰ تنو ته روغتيايي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې ګرځنده روغتیایې ټیم غړو له تیرې اونۍ راهیسې پنجشیر ولایت آفشار ولسوالۍ کې ۵۵۶ تنه بیوزله هیوادوال معاینه او تداوي کړي. همدارنګه ۱۹ ماشومانو او ۲۴ ښځینه وو ته یی مختلف واکسینونه تطبیق کړي، ۴۹ ناروغانو ته یی زرقیات او پانسمان ترسره کړی. همداراز یې ۶۲۰ تنو ته د روغتیا ساتنې په تړاو عامه پوهاوې ورکړی. ورته مهال يي ۳۲ تنه ښځینه وو ته مخکې له ولادت او وروسته له ولادت اړين خدمات ترسره کړي.
