پروان:
د محرم الحرام پر ۱۲مه د پروان ولایت په شیخ علي او سیاه ګرد ولسوالیو کې ۱۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. یاده ۱۳ قلمه مرسته چې د ترکیې د AFAD ادارې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱ لیتر غوړي، ۲ کیلو چای، ۵ پاکټه مکروني، ١ کیلو دال، ١ کيلو بوره، ١ کيلو نخود، ١ کيلو لوبيا، يوه نيمه کيلو مالګه، ٢ کيلو وريژې، ۱ قطعۍ رُب او یوه جوړه بوټ شامل وو.