پروان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۵۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
نن یکشنه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۳ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پروان نماینده ګۍ په انګړ کې د تیرې ورځې د مرستو په دوام ۲۵۰ نورو اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د آلمان د سولې کلي مؤسسې له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لېټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو نخود، ۱ کیلو شین چای، ۷ کیلو مټر دال، ۲ کیلو مالګه او ۵ کیلو بوره شامل وو.