هلمند ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو سره مرسته ترسره شوه!
نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه. یاده مرسته، چې د ترکې هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۱ کیلو نخود، ۲ کیلو دال، ۳ کیلو بوره، ۶ کیلو وریژې، ۲ کیلو لوبیا او ۲ کیلو عدس شامل وو.
