هرات!
د ربیع الأول د میاشتې پر ۳۰ مه، د ارزګان ولایت د افغاني سرې میاشتې نماینده ګۍ کار کوونکو د هرات ولایت د زنده جان په توحید اباد او نایب کلیو کي د ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سروې ترسره کړه، په زلزله ځپلو کورنيو به په نږدې راتلونکي کې د خوراکي توکو اړينه مرسته ووېشله شي.


