هرات!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۹:۵۵
هرات!

د ربیع الاول په ۲۷مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په خپل کاري دفتر کې د ارام سمندر هېوادونو لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسئول الیګذینډر میتیو او افغانستان کې د ملي ټولنو د فدراسیون مسئول نیسفور سره هرات کې د زلزله ځپلو سره د مرستو د جلب په موخه آنلاين ګډه ناسته ترسره کړه. د ناستې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رئیس د هرات ولایت د زلزلې په اړه معلومات ورکړل او غوښتنه یې وکړه چې په دې سختو حالاتو کې باید د پېښځپلو لاسنیوی وشي. ورپسې دری واړه لوریو په هرات ولایت کې پېښځپلو ته د مرستو په جلب خبرې وکړي او پرېکړه يې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به په شريکه یوه ستراتېژي جوړه کړي او له مخې به یې ګډه تګلاره وټاکي. په یاده ناسته کې د ارام سمندر هېوادونو لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون سیمه یېزي مسئولې کریسټن، د ناروې سیمه یېز مسئول وی نی کومار او د سيمې لپاره د برتانيې د سره صليب مسئول راجيش هم ګډون درلود. ناسته کې ټولو خواو د هرات ولايت د زلزله ځپلو د لاسنیوي ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې افغانستان سره به خپلې مرستې نورې هم پیاوړې کړي.

k

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS