هرات!
راځۍ په دې يخ ژمي کې د بېوﺯلو سره نغدي مرسته وکړو تر څو د اړتيا وړ توکي خپله واخلي! په همدې تړاو نن چهارشنبه د جمادی الثاني په ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې هرات ولایت کې، د ۵۳ سوالګرو کورنيو، ۲۷۰ غړو ته پنځه لکه څلوېښت ﺯره (۵۴۰۰۰۰) افغانۍ، نغدي مرسته ووېشل شوه، چې په کې د کورنۍ هر غړي ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې. د يادونې وړ ده چې موده مخکې هرات ولايت کې د ۴۰۰ تثبيت شويو کورنيو څخه ۱۳۰ کورنيو ته هم د افغاني سرې مياشتې له لورې ۲۶۰۰۰۰ نغدي مرسته وېشل شوې وه او دا لړۍ لا هم دوام لري.