هرات کې ۸۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې د سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي له لوري مرسته وویشل شوه!
نن سه شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۱۹مه د هرات ولایت په ۱۵مه ناحیه کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ لیتره غوړي، ۳ کیلو بوره او ۳ کیلو دال نخود شامل وو.