نورستان ولایت کې ۱۴۲۵ کورنیو ته د روغتیا ساتنې توکي ووېشل شول!
سه شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر ۲۳ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ پتېګل کل ۶۰۰ ، منډګل کلي ۳۶۰ او بازګل کلي کې ۴۶۵ اړمنو او بېوزله کورنیو ته د روغتیا ساتنې د توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ایکو سازمان د واش پروژې ترچتر لاندې شوې وه؛ هرې کورنۍ ته په کې ۱۰ کلچې ډيټول صابون، ۷ کلچې د کالیو وینځلو صابون، یوه صابون داني، ۲ د اوبو بوشکې، ۱ سطل، یوه پلاستیکي ډوله، د غاښونو برسونه، د غاښونو کریمونه، دوه بستې د ماشومانو پمپر ، دوه متره ټوکر او یو بیک شامل وو.
