نورستان او لغمان ولايتونو کې ۲۱۰۰ اړمنو کورنيو سره بشري مرستې!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۱:۳۷
نورستان او لغمان ولايتونو کې ۲۱۰۰ اړمنو کورنيو سره بشري مرستې!

د يخ ژمي په موسم کې د بشرې کړاوونو د راکمولو په موخه، د افغاني سرې میاشتې له لورې نورستان ولایت نورګرام او لغمان ولایت علیشنګ ولسوالیو کې ۱۱۵۰ اړمنو سروې شویو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. یاده مرسته چې د ملک سلمان خیریه بنسټ او اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له لورې چمتو شوی وه، هرې کورنۍ ته په کې ۴۰ کیلو وړه، ۵ کیلو وریژي، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو خرما شامل وو. د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ هم د لغمان ولایت مرکز مهترلام بابا کې ۹۵۰ اړمنو کورنیو سره ورته مرسته ترسره شوه.

 

نورستان او لغمان ولايتونو کې ۲۱۰۰ اړمنو کورنيو سره بشري مرستې!

 

نورستان او لغمان ولايتونو کې ۲۱۰۰ اړمنو کورنيو سره بشري مرستې!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۵:۳۸
Background image

د افغاني سرې مياشتې د زړه روغتون د ریاست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

پنجشنبه، ۲۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
پلازمېنه کابل کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د زړه روغتون د ریاست بست لپاره په شرايطو برابر له ۱۶ تنو نوماندانو څخه آزموينه واخیستل شوه. 
د يادو نوماندانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

پکتیا کې له داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان او ځاځي آریوب ولسوالیو کې له ۶۶۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نهه میلیونه او نهه سوه زره (۹،۹۰۰،۰۰۰) افغانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۹
Background image

بغلان؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ٢٧ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٣٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS